BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
طالبانو حکومت: 'پر چینایانو وروستي برید کې هغه کړۍ لاس لري چې سیمه کې کډوډي او بېثباتي غواړي'
د طالبانو حکومت له افغانستان سره پولې ته څېرمه د تاجکستان د ختلان ولایت په شمس الدین شاهین سیمه کې په یوه برید کې د درېیو چیني کارګرو د وژل کېدو "ناوړه پېښه" غندلې او په دې تړاو یې له چین او تاجیکستان دواړو سره خواخوږي ښودلې ده. د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دوی د اورګانونو لومړنۍ ارزونې ښيي چې تاجکستان کې پر چیني اتباعو برید کې "هغه کړۍ لاس لري چې په سیمه کې د ګډوډۍ، بېثباتۍ او د هېوادونو ترمنځ د بېباورۍ رامنځته کولو لپاره هڅې کوي."
ټرمپ وايي امریکا به د 'درېیمې نړۍ له هېوادونو' د کډوالو منل 'په دایمي توګه' بند کړي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې د "دریمې نړۍ له ټولو هېوادونو" به متحدو ایالتونو ته کډوالي "دایم لپاره بنده کړي." ټرمپ د خوالهرسنۍ یوه پيغام کې لیکلي، چې دا پرېکړه به د امریکا سیستم د کډوالۍ له هغو پالیسیو په بشپړه توګه رغېدو ته پرېږدي، چې د ده په وینا د ډیرو امریکایانو "ګټې او د ژوند شرایط" یې له منځه وړي دي. هغه د خپل دغه پلان جزییات او د هغو هېوادونو نومونه نه دي شریک کړي، چې ښايي اغېزمن شي.
واشنګټن ډيسي کې په ډزو ټپي شوې د ملي ګارد غړې مړه شوه
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، د ملي ګارډ له هغو دوو غړو یوه یې چې د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن ډيسي کې په ډزو ویشتل شوي وو، ساه ورکړه. ۲۰ کلنه سارا بیکسټروم د ټپونو له امله مړه شوې ده. ټرمپ دا خبر د پنجشنبې په ورځ تایید کړ. په امریکا کې د څېړنو فدرالي ادارې (اېفبيای) او د استخباراتو مرکزي ادارې (سيایاې) مشرانو منلې چې واشنګټن کې د ملي ګارد پر سرتېرو ډزو کې ښکېل مشکوک کس 'رحمانالله لکڼوال' په افغانستان کې له سيایاې سره کار کاوه.
ځانګړي مطالب
'زما غوره ملګرې ژمنه کړې وه چې زما ماشوم به وزیږوي او اوس زه مور یم'
جورجیا برینګټن تازه مور شوې ده، خو دې خپله ماشومه لور پخپله نه ده زیږولې. دا مهمه شېبه د هغې د نژدې ملګرې ډېزي هوپ وه، چې د هغو ژمنو له مخې یې ماشوم د هغې لپاره حمل او وزېږاوه چې دواړو د ځوانۍ په وخت کې له یو بل سره کړي وې.
افغانستان کې د سمنټو لوړې بیې د پاکستان د وارداتو بندېدو له امله دي؟
افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتو او سياسي کړکېچ له ډېرېدو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ پولې لا هم د سوداګرۍ لپاره تړلې دي. د اټکل خلاف، د طالبانو د حکومت د ماليې وزارت او د نړيوال بانک په وينا، د پاکستان له لورې د پولو بندېدو په ټوله سوداګرۍ منفي اغېز نه دی کړی.
"ځواني تر ۳۰ کلنۍ دوام کوي": د ماغزو لپاره د عمر څلور زرین پړاونه
په دې څېړنه کې شاوخوا څلور زره کسان تر ۹۰ کلنۍ پورې د ماغزو له اړخه سکین او وڅارل شول چې د دوی د ماغزو د حجرو ترمنځ اړیکې روښانه شي. د کېمبرج پوهنتون څېړونکو ښودلې چې ماغزه د ژوند د دریمې لسیزې تر پیله، یعني هغه وخت چې موږ د پخوالي حالت ته رسېږو، د ځوانۍ په مرحله کې پاتې کېږي.
ولې پاکستان کې وسله والې ډلې ډېرې شوې؟
له بلې خوا، د ټي ټي پي رسنیزو چینلونو کې په نا معمول ډول چوپتیا لیدل کېږي. د دوی هره ورځنۍ خپرېدونکې خبرپاڼه 'منزل' له څو ورځو راهیسې د بریدونو جزئیات نه خپروي او د 'عملیات الخندق' پیغام هم د اکټوبر له ۲۷ مې راهیسې بند شوی دی. دغې ډلې د دې چوپتیا هېڅ دلیل نه دی روښانه کړی.
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , بل دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۸ نومبر ۲۰۲۵, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۸ نومبر ۲۰۲۵, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, بحث هفته, ۱۲:۳۰, ۲۸ نومبر ۲۰۲۵, ۳۰،۰۰ موده
برنامه هفتگی تحلیلی مسایل مهم هفته
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۸ نومبر ۲۰۲۵, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.































